د امریکا متحدو ایالتونو د ایران پر چابهار بندر د بندیزونو د معافیت موده وغځوله، چې له مخې به یې هند د دغه بندر له لارې خپلې سیمهییزې اقتصادي پروژې جاري ساتي. دغه معافیت هند ته اجازه ورکوي چې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپل اقتصادي او ترانزیټي تړاوونه پیاوړي کړي.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال دغه موضوع نن (پنجشنبه، د لړم ۸مه) په نوي ډیلي کې په یوه خبري غونډه کې اعلان کړې ده.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې امریکا د چابهار بندر معافیت لغوه کړی او د بندیزونو پلي کېدل به د تلې په اوومه نېټه عملي شي.
خو دا معافیت هند ته اجازه ورکوي چې د بندر د پراختیا چارې ته دوام ورکړي او له همدې لارې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپل اقتصادي او ترانزیټي تړاوونه پیاوړي کړي.
د ایکونمیک ټایمز د راپور له مخې، هند وتوانېد چې د بندیزونو د معافیت موده له پراخو ډيپلوماټیکو خبرو وروسته وغځوي.
دغه اقدام د هند د سیمهییزې اړیکې د ستراتیژۍ لپاره حیاتي ګڼل کېږي، ځکه دا بندر افغانستان، منځنۍ اسیا او ختیځې روسیې ته د لاسرسي اسانه لاره برابروي.
چابهار بندر د هند د سیمهییزو اړیکو د پلان بنسټیزه برخه ده او د ایران له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم دهلېز ګڼل کېږي.
دغه بندر هند ته دا زمینه برابروي چې له پاکستان پرته له ځمکنۍ لارې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپل صادرات ورسوي.
د ۲۰۲۴کال د می په ۱۳مه نېټه، هند له ایران سره د لسو کلونو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د هندي بندرونو نړیوال شرکت د ایران د بندرونو او سمندري سازمان په همکاري د بندر د چلولو چارې پر غاړه لري.
د چابهار بندر له لارې نه یوازې سوداګري، بلکې بشري مرستې هم د افغانستان لپاره استول کېږي.
د هند حکومت د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر پر مهال څو امبولانسونه د بشري مرستو په توګه ډالۍ کړل.
د طالبانو ادارې هم د نړیوالو سوداګریزو اړیکو لپاره ددغه بندر کارولو ته لیوالتیا څرګنده کړې، چې ښيي دا پروژه د سیمهییزو اقتصادي همکاریو لپاره مهمه ده.
راپورونه ښيي چې ازبکستان، چې د چین د یو کمربند، یوه لار نوښت بدیل لارو په لټه کې دی، د چابهار له لارې د هند له ښکېلتیا ملاتړ کوي. همدارنګه، روسیه هم پلان لري د قزاقستان او ازبکستان له لارې چابهار ته لاسرسی ومومي، څو د اسیا له نورو برخو سره سوداګري پراخه کړي.

