د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې د هېواد په کچه ۱۳ زره او ۱۷۵ کسانو ته زېږونکارتونه وېشلي چې نهه زره او ۶۴ یې د لویانو او څلور زره او ۱۱۱ یې د ماشومانو دي.
په تلې میاشت کې لس زره او ۲۳۳ دا ډول کارتونه په کابل کې وېشل شوي.
تر کابل وروسته، په خوست کې یو زر او ۱۲۵، بلخ کې ۸۴۱، هرات کې ۳۶۸ او ننګرهار ولایت کې ۳۱۹ زېږون کارتونه وېشل شوي دی.
د ارقامو له مخې، شپږ زره او ۷۵۲ زېږون کارتونه په مرکز کابل او ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې شپږ زره او ۴۲۳ نور په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو لهخوا وېشل شوي دي.
همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال تلې میاشت کې د ټول هېواد په کچه دوه زره او ۵۰۸ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، کندهار، خوست، هلمند او میدان وردګ ولایت کې دي.

