د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې له دغه ولایت څخه اسټرالیا، جرمني او اتریش ته د ۲۷۰ زره ډالرو په ارزښت لاسي اوبدل شوې غالۍ صادرې شوي دي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي رییس یوسف امین د طالبانو اړوندو رسنیو ته ویلي، چې تیر کال له هرات څخه د غالیو صادرات ۱۵۵ زره ډالرو ته رسیدلي وو.
هغه زیاته کړې ،چې د غالیو صادراتو کې وده د لوړ کیفیت لرونکو کورنیو محصولاتو له امله ده.
د هرات سیمه ییز طالب چارواکي وايي چې په نړیوالو بازارونو کې د دې محصول د بازار موندنې لپاره په نړیوالو نندارتونونو کې د تولیدوونکو حضور ته پاملرنه کېږي.
د افغانانو په لاس اوبدل شوې غالۍ د خپلو اصلي ډیزاینونو او طبیعي رنګونو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

