سږکال په افغانستان کې د شفتالو ۶۵ زره ټنه حاصلات راټول شوي

۵ ورځې مخکې

د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي، چې سږ کال د هیواد له باغونو څخه له ۶۵ زره میټریک ټنو ډیر شفتالو راټول شوي دي.

د یاد وزارت د کرنې د احصایې او معلوماتو د څانګې په وینا، د شفتالو بڼونه اوس مهال په ټول افغانستان کې له ۸۴ زره او ۳۵ هکتاره ډیرې ځمکې ته غځیدلي دي.

هرات، پکتیکا، کندهار، بغلان، ننګرهار، میدان وردګ، هلمند، بلخ، غزني، پروان، دایکندي او کاپیسا د هغو ولایتونو د نوملړ په سر کې دي چې سږکال یې د شفتالو حاصلات زیات ول.

نور خبرونه

رادیو