د رویټرز خبري اژانس یوه تازه سروې ښيي، چې د هند اقتصاد به په روان مالي کال کې تر پخواني اټکل چټکه وده وکړي. په دغه سروې کې له اپرېل څخه بیا د جون تر میاشتې پورې موده کې ۷.۸ سلنه وده ښودل شوې ده.
اقتصادپوهان وايي، د دغې ودې لامل د مالیاتو کموالی او کورنۍ پانګونه ښودل شوې او تمه کېږي چې د سود کچه به د ډسمبر په میاشت کې د ټیټ شوي انفلاسیون له امله راټیټه شي؛ خو د خصوصي پانګې کمښت او نړۍواله بېثباتي اوس هم د هند د اقتصادي ودې لپاره ستر خطر ګڼل کېږي.

