په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري ویلي، چې د دغه ولایت په پریان او حصه اول ولسوالیو کې له ۳۰ نويو کانونو څخه د زمردو د کېندنې عملي چارې پیل شوې دي.
هغه ویلي، چې د خنج، دشت ریوت، سفید چهر او اریب سیمو کې ۲۷۰ کانونه تثبیت شوي چې په دې لړ کې د ۳۰ کانونو د کېندنې چارې پيل شوې دي. هغه زیاته کړې، چې تر دې مهاله د زمردو د کېندنې لپاره له ۱۷۰۰ ثبت شويو کانونو څخه د څه باندې ۶۰۰ کانونو د کېندنې لپاره خلکو ته رسمي جوازونه ورکړل شوي دي.

