د هند او چین ترمنځ تر پنځه کلن ځنډ وروسته مستقیمې الوتنې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۴مه) له کلکتې څخه د چين ګوانګژو ښار ته د هندۍ الوتکې په الوتنې سره پیل شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې د کورونا وبا او په ۱۳۹۹کال کې پر ګډې پولې تر شخړو وروسته بندې شوې وې.
اینډيګو هوایي شرکت اعلان کړی، چې دوشنبه (د لړم له ۱۹مې) نېټې څخه به د ډيلي او ګوانګژو ترمنځ منظمې الوتنې پيل کړي. دغه ډول یوه چينايي هوایي شرکت هم ویلي، چې تر همدې نېټې یوه ورځ وروسته به د شانګهای او ډیلي ترمنځ مستقیمې الوتنې بیا پیل کړي.
دغه دواړه هېوادونه داسې مهال خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې رغوي، چې د امريکا لوړو تعرفو هند زیانمن کړی دی.

