ملګري ملتونه: په ۲۰۶۰کال کې به د افغانستان ۵۰سلنه خلک په ښارونو کې اوسېږي

۱۶ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې ویلي، چې په ۱۹۵۰کال کې د افغانستان یوازې ۵سلنه خلک په ښارونو کې اوسېدل. په ۲۰۲۲کال کې دغه شمېر ۲۵سلنې ته لوړ شو او تر ۲۰۶۰کاله پورې اټکل شوی، چې دغه شمېر به ۵۰ سلنې ته لوړ شي.

یادې ادارې پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانستان ښارونه د دغې چټکې ودې لپاره چمتو نه‌دي.

نور خبرونه

رادیو