د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف سبا د دوشنبې په ورځ په یوه درې ورځني رسمي سفر د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته ځي.
یاد وزارت ویلي، چې د سفر موضوعات به پر سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، بشري سرچینو او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو متمرکز وي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د لړم ۴مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره به په دغه سفر کې د نوموړي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د فدرالي کابینې لوړ پوړي غړي ملتیا کوي.
دوی زیاتوي، دا سفر د سعودي ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان په بلنه ترسره کیږي.
په اعلامیه کې راغلي، چې دا سفر به د اکتوبر له ۲۷ مې څخه تر ۲۹ پورې وي او شهباز شریف به د راتلونکې پانګونې نوښت (FII 9) کنفرانس په نهمه ناسته کې ګډون وکړي.
د غونډې د جوړوونکو په وینا، په دې غونډه کې به نړیوال مشران، پانګوال، پالیسي جوړوونکي او متخصصین سره راټول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د شریف په سفر کې به پر دوه اړخیزو ګټو او اندیښنو او سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې وشي.
شهباز شریف داسې مهال سعودي عربستان ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او له تېرې ورځې راهیسې د ترکیې په استانبول ښار کې د دواړو خواوو خبرې روانې دي.

