د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یې د برېښنا د تولید فابریکې او د دغه ولایت له سنګین ولسوالۍ څخه د کندهار تر میوند ولسوالۍ پورې د ۸۰ کېلومتره ۱۱۰ کېلو ولټه برېښنا د لېږد مزي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د برېښنا د کورنیو تولیدي سرچینو د پراختیا په لړ کې یې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴،۸ مېګاواټه برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د تېر جمهوري نظام پرمهال پیل شوې وه او د لګښتونو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړل شوي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کجکي د تولیدي برېښنا د بشپړ لېږد په موخه یې له سنګین ولسوالۍ څخه د کندهار تر میوند ولسواالۍ پورې د ۱۱۰ کېلو ولټه برېښنا لېږد مزي دویم سرکېټ غځونې پروژه هم بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
طالبانو ویلي، د برېښنا د لیږد مزي پروژه باندې ۹۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

