امریکا او چین د سوداګرۍ په تړاو پر یو شمېر مسایلو هوکړې ته ورسېدل

۴ ورځې مخکې

د امریکا او چین لوړپوړي اقتصادي چارواکي د یکشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د مشرانو له غوندې وړاندې د سوداګرۍ په تړاو پر بېلابېلو مسایلو هوکړې ته رسیدلي دي. وړاندې ټرمپ ویلي و، چې ښايي د چین له ولسمشر سره تر لېدو وړاندې هوکړې ته ورسیږي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسینټ، د سوداګرۍ په برخه کې د امریکا استازي جیمیسن ګرېر د اسن سرمشریزې په څنډه کې د چین د لومړي وزیر له مرستیال هی لیفینګ او د چین له سوداګریز مذاکراتي استازي لی چنګګانګ سره کتلي دي.

تر یادې لېدنې وروسته د امریکا د خزاني وزیر بېسینټ خبریالانو ته ویلي:« زه فکر کوم موږ د مشرانو لپاره د څیړنې یو ډېر بریالی چوکاټ لرو چې د پنجشنبې په ورځ به ورباندې بحث وکړي.»

نېسینټ ویلي، چې تمه لري، هوکړه به د چین د نادرو ځمکو او مقناطیسو د صادراتو د پراخ کنټرول د ځنډیدلو او د امریکا له لوري د نوې ۱۰۰ سلني تعرفې د لګولو مخنیوي سبب شي.

د راپورونو له مخې، د دواړو لوریو ترمنځ د سویابین او نورو کرنیزو محصولاتو، د سوداګریز توازن ساتلو او فینتانایل بحران حل په اړه خبرې شوې دي.

پر همدغه مهال د چین استازي لی هم تایید کړې، چې دواړه لوري «موقتي هوکړې» ته رسېدلې او اوس به د خپلې داخلي تګلارې پروسې بشپړې کړي.

لی وايي:« د امریکا دریځ سخت و. موږ د شدیدې مشورې تجربه لرو او په داسې جوړښتونو او ترتیباتو باندې مو رغنده نظرونه سره تبادله کړي، چې دغو اندېښنو ته حل لارې ولټوي.»

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن او بیجینګ په تېرو میاشتو کې یو نازک سوداګریز اوربند اعلان کړی و، چې د نومبر په ۱۰مه نېته پای ته رسېږي.

د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ مالیزیا ته ورسید او ښايي د دواړو هېوادونو مشران په دغه هېواد کې مخامخ وګوري.

نور خبرونه

رادیو