سبا به په هلمند کې «له نشه یي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندې یوه غونډه پیل شي

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي، سبا (دوشنبه د لړم ۵مه) به د هلمند په پوهنتون کې «له نشه یي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندي ۳ ورځنۍ غونډه پیل شي. دغه غونډه به په داسې حال کې وي، چې ځينې ګاونډي هېوادونه ادعا لري چې لا هم د نشه يي توکو په قاچاق کې څه کمښت نه دی راغلی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند زیاتوي، په دغې ۳ ورځنۍ غونډه کې به له طالب چارواکو سربېره د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادان او څېړونکي ګډون ولري.
د نوموړي په وینا: «په دې غونډه کې به په افغانستان کې په بشپړ ډول د نشه یي توکو د له‌منځه وړلو لارو چارو او د دې ناوړه ښکارندې پر بدیلو کښتونو بحثونه او څېړنې وشي.»

طالبانو په افغانستان کې له بیا حاکمیت وروسته په ټول هېواد کې د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق منع اعلان کړ او اوس ادعا کوي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکېله صفر ته رسېدلې، خو لا هم طالبان ډېری وخت په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه يي توکو د کرکېلې له اړولو او همداراز د لابراتوارونو او کارخونو له ویجاړولو خبر ورکوي.

«له نشه یي توکو پاک افغانستان» غونډه به هم په داسې حال کې وي، چې لا هم ځینې هېوادونه پر افغانستان تور پورې کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو را ورورسته هم د نشه يي توکو په قاچاق کې هېڅ کمښت نه دی راغلی.

نور خبرونه

رادیو