د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي چې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۴مه) کابل ته رسېدلی ویلي، له طالبانو سره په درېیو بنسټیزو مسایلو خبر کوي. هغه وایي، د اوبو سرچینې، د سرحدي حدودو دقیق په نښه کېدل او پر مدیریت یې له طالبانو سره خبرې کوي.
ایراني رسنیو راپورونه ورکړي، چې د طالبانو حکومت له نوموړي تود هرکلی کړی او د رغنده بحثونو ډاډ یې څرګند کړی دی. ایراف اژانس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله لیکلي، چې د دغه پلاویو دا ډول رسمي سفرونه د دوه اړخیزو اړیکو فرهنګ لا پیاوړی کوي او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به یې روښانه او عملي پایلې ترلاسه کړي.
غریب ابادي ایراني رسنیو ته ویلي: «په دغو ټولو درېیو برخو کې د افغانستان او ایران تر منځ د همکارۍ د پراخېدو وړتیا شته، چې کولای شي د ګډو ستونزو په هواري او د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.»
لومړی ګام؛ بنديان او مجرمین
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر د طالبانو حکومت د فرمانونو او احکامو د څار او تعقیب رییس شمس الدین شریعتي سره خبرې کړې دي. په دې ناسته کې دواړو لورو د محکومو کسانو د لېږد، د مجرمینو د سپارلو او په افغانستان کې د زنداني ایراني وګړو د قونسلي حقونو پر اړوندو موضوعاتو بحث کړی.
ایراف اژانس د باوري سرچینو له قوله لیکلي، په دې تړاو لومړنۍ هوکړې شوې او ټاکل شوې ده چې تخنیکي خبرې به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي. یاده رسنۍ وایي، دغه ډېپلوماټیک سفر د ایران د هغو موخو یوه برخه ده، چې غواړي د سیمهییزو اړیکو پیاوړتیا لپاره اقدامات وکړي او د حقوقي مسایلو تر څنګ د سرحدي مسایلو لپاره دوه اړخیزې حللارې ومومي.

