ایراني رسنۍ وایي، سره له دې چې له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو طرحه عملي شوې؛ خو تهران بیا هم اعلان کړی چې هڅه کوي «هېڅ کډوال ماشوم له زدهکړو بېبرخې پاتې نهشي.»
د ايران د کورنيو چارو وزارت د وګړو او کډوالو د چارو مرکز مشر نادر یار احمدي ويلي، چې د ۱۴۰۴-۱۴۰۵ ښوونیز کال لپاره تر اوسه له ۳۲۰زرو زيات بهرني زدهکوونکي د دغه هېواد ښوونځيو کې شامل شوي. هغه زياته کړه، د هغو ناقانونه مېشتو کورنيو لپاره چې له هېواده د وتلو توان نهلري او د زدهکړو لپاره د مناسب عمر لرونکي اولادونه لري، ورته به د پوهنې وزارت له لارې رسمي خبرتیا خپره شي. نوموړی وایي، هڅه کوي کډوال ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې نهشي.
د هغه په وینا؛ شاوخوا ۲۸۰زره ناقانونه مېشت افغان زدهکوونکي په وروستيو مياشتو کې له خپلو کورنیو سره له ايران نه وتلي او د تېر کال پرتله چې شمېر يې شاوخوا ۷۰۰زره و، دغه کچه را کمه شوې ده؛ خو بيا هم د ايران حکومت ژمنه کړې، چې د دغو ماشومانو د زدهکړو اسانتیاوې به برابروي.
د دغه ایراني چارواکي په خبره؛ دغه پرېکړه د ولسمشر مسعود پزشکيان په مستقيمه لارښوونه او د کورنيو چارو وزارت او د پوهنې وزارت په ګډه ناسته کې شوې ده. نادر یار احمدي ټينګار وکړ، چې دغه فرصت د ټولو ناقانونه مېشتو وګړو لپاره نهدی؛ بلکې يوازې هغو کورنيو ته ورکول کېږي، چې د ښوونځي د عمر ماشومان لري.
نوموړي زياته کړه: «دغه ماشومان د خپلې کورنۍ د پاتې کېدو يا وتلو په پرېکړه کې تاثیر نهلري؛ نو دولت پرېکړه کړې چې ورته د زدهکړو زمينه برابره کړي. البته له هر ډول ناقانونه نومليکنې به مخنيوی کېږي.»
د هغه په وینا؛ کورنيو ته د حاضرېدو اړتيا نهشته، ځکه د هغوی معلومات د کورنيو چارو وزارت سره شته. مستحقو کورنيو ته به رسمي بلنې ورکول کېږي او د شرايطو تر ارزونې وروسته به د دوی د ماشومانو نومليکنه ترسره شي.
نوموړي دا هم وويل، چې هغو کورنيو ته به د پاسپورټ د ورکړې په برخه کې لومړيتوب ورکړل شي چې اولادونه یې ښوونځیو ته ځي او د دغه کار د همغږۍ مسووليت د ايران د پوليسو ځواکونو ته سپارل شوی دی. هغه زياته کړه، د طالبانو سفارت ژمنه کړې چې د پاسپورټونو د صادرېدو بهير ګړندی کړي؛ څو زدهکوونکي وکولای شي پرته له ځنډه خپلې زدهکړې روانې وساتي.
په سيدا سيستم کې د ۳۲۰زرو زدهکوونکو نومليکنه
په همدې مهال، د ايران د پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو ریيس ډاکټر سليمي د يوشمېر کډوالو له ښوونځیو د ليدنې پر مهال وويل: «تر اوسه په سيدا سيستم کې له ۳۲۰زرو زياتو بهرنيو زدهکوونکو نومونه ليکل شوي او دا بهير لا هم روان دی. يوازې د هغه زدهکوونکو نومونه ليکل کېدای شي، چې له کورنيو چارو وزارت څخه رسمي معرفتنامه ولري.»
نوموړي وويل، چې د زدهکوونکو معلومات د ځانګړي کوډ له لارې ثبتېږي او تر اوسه د ثبت په دغه بهیر کې کومه ستونزه نهده رامنځته شوې.
دغه ایراني چارواکي د کډوالو د ښوونځيو له مديرانو وغوښتل، چې د افغان خيريه اشخاصو یا بنسټونو له مرستو څخه د نادولتي ښوونځيو د ملاتړ لپاره ګټه واخلي. هغه وایي: «ډېری خلک د دغو ښوونځيو له اړتياوو ناخبره دي؛ نو بايد د داوطلبانه مرستو له لارې یې ملاتړ وشي.»
د بېاسناده کډوالو ماشومانو د تعليم مساله هر کال د ښوونیز کال په پيل کې د کډوالو کورنيو ته يوه جدي ستونزه ده. راپورونه وایي، سره له حکومتي لارښوونو ان قانوني زدهکوونکي هم کله ناکله د نومليکنې په بهير کې له ستونزو سره مخ کېږي او ډېری وخت د ايراني زدهکوونکو له نومليکنې وروسته اجازه ترلاسه کوي.

