طالبان: په کابل کې ۶ دارالوکالې د ناقانونه فعالیتونو له امله وتړل شوې

۱۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د کابل ښار په درېیمې او نهمې ناحیو کې یې د ۱۲ دارالوکالو فعالیتونه ارزولي او په ترڅ کې یې ۶ دارالوکالې د یو شمېر ناقانونه فعالیتونو له امله تړل شوې دي. خو یاد وزارت بیا د ناقانونه فعالیتونو په تړاو جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه دارالوکالې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د دغه وزارت د مدافع وکیلانو ریاست له لوري ارزول شوي، خو د تړل شویو دارالوکالو د «ناقانونه» فعالیتونو په تړاو هېڅ ډول جزییات نه دي ورکړل شوي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په یادو ناحیو کې د پاتې نورو دارالوکالو نیمګړتیاوې او ستونزې مشخصې شوي او د حل په برخه کې یې متصدیانو ته لازمې لارښوونې شوې او زیاته کړې یې ده، چې دغه وزارت په پلازمېنه او ولایتونو کې په دوامداره توګه پر اړوندو برخو څار لري، څو د ناقانونو فعاليتونو مخنيوی وشي.

نور خبرونه

رادیو