د طالبانو مالیې وزارت پر یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې

۵ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د مالیې وزارت تعرفې کمیټې اعلان وکړ، چې د کورني صنعت او تولیداتو ملاتړ، د کرنې او سوداګرۍ د ودې اصل ته په کتو سره یې پر یو شمېر خوراکي توکو او اقلامو تعرفې لوړې کړې دي.

پر ډبرو سکرو۱۸ سلنه او دغه راز پر ځینو تازه مېوو، او پیاز او رومیانو تعرفې لوړې شوې.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند نن یکشنبه، د لړم ۳مه په خپل اېکس کې د اعلامیې په خپرولو سره لیکلی، چې دغه پرېکړه د یاد وزارت د وزیر په مشرۍ د تعرفې کمیټې په پنځمه ناسته کې شوې ده.

په دې ناسته کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د کانونو او پټرولیم، اقتصاد او عامې روغتیا وزاتونو مرستیالانو او استازو، د استخباراتو لوی ریاست، د معیار او کیفیت ملي ادارې، د کانونو او صنایعو، پانګونې او د کرنې او مالدارۍ مسوولینو ګډون درلود.

یاد وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د کورني صنعت او تولیداتو په ملاتړ د کرنې او سوداګرۍ د ودې اصل ته په کتو لاندې پرېکړې وشوې، چې تعرفې د اوصلو به سم پلي شي.

نور خبرونه

رادیو