د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، د وچکالۍ له کبله د بزګرانو سره د مرستې په پار یې په کونړ ولایت کې پر ۱۰۰۰بزګرو ۲۵مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده. یاده اداره وایي، دا لړۍ ټولو ولسوالیو کې پیل شوې او موخه یې د کروندګرو د کرنیزو محصولاتو پیاوړتیا او ملاتړ دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې هر بزګر ته د دغو مرستو په بهیر کې ۲۵زره افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي.

