په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې اوسنی نازک او کاواکه وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت لپاره جدي پایلې لرلای شي.
نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو غونډې ته د راپور په وړاندې کولو سره د افغانستان د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. په راپور کې نړۍوالې ټولنې ته سپارښتنه شوې، چې د طالبانو له حکومت سره دې د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او په افغانستان کې دې عیني واقعیتونو ته پام وکړي.
د راپور په یوې برخه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکي اقدامات لاهم دوام لري او په منظم ډول افغان مېرمنې څنډې ته شوې دي. هغه په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې خرابېدونکی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دې برخه کې یې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان دا مهال د نړۍ په کچه د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې تر ټولو پراخ او منظم برید تجربه کوي.
بینېټ ویلي: «د وضعیت جديت له اندازې وتلی دی. د طالبانو د جنسیتي ځورونې د بنسټیز نظام له منځه وړل او د افغانستان د بشري حقونو له بېلابېلو ناورینونو سره مبارزه بېړني، اصولي او دوامداره نړۍوال اقدام ته اړتیا لري، نه د طالبانو د واکمنۍ د عادي کولو هڅې.»
نوموړي زیاته کړې، که نړۍواله ټولنه اوس له افغانستان نه مخ واړوي؛ دا به نه یوازې د افغان ولس د باور ماتېدو لامل شي، بلکې د ګډ نړۍوال نظام بنسټونه به هم زیانمن کړي.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دغه اندېښنې په داسې حال کې دي، چې طالبانو په وار، وار په دې تړاوو اندېښنې او نیوکې بېځایه بللې دي. د طالبانو ویاندویانو تل ادعا کړې ده، چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي. خو دا هغه ادعا ده، چې نه افغان مېرمنو او نه هم نړۍوالې ټولنې ته د منلو ده.

