محمد عمر داوودزی: په افغانستان کې چې هر څه روان دي، بنسټ یې د دوحې هوکړه ده

۲ ورځې مخکې

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لوړپوړی چارواکی محمد عمر داوودزی وايي، د طالب تر کنټرول لاندې افغانستان کې هر څه چې روان دي، بنسټ یې له امریکا سره د دغې ډلې هوکړه ده. د نوموړي په باور، دغه هوکړه ضمایم لري او دواړه لوري ورته ژمنتیا ښيي.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې په وروستۍ کې د طالبانو او امریکا تر منځ افغانستان ته د سولې راوستلو په نوم هوکړه په دوحه کې لاسلیک شوه او د ډېریو سیاستوالو په باور، دغه هوکړه ضمایم لري او تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو طالبانو تل ویلي چې هېڅ ډول ضمایم نه‌لري.

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي محمد عمر داوودزي د یکشنبې په ماښام (د لړم ۴مه) په یوه اېکس سپېس کې په ډاګه کړه، چې له یادې هوکړې سره پټ ضمایم شته او زیاتوي: «ضمایم و او ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته یوازې د لوستنې لپاره ورکړل شوي او له کاپي اخیستنې پرته بېرته ترې اخیستل شوي دي.»

د داوودزي په باور، اوس له طالبانو سره د تعامل کچه لوړه شوې او په وینا یې د روسیې له لوري تر رسمیت پېژندنې وروسته د طالبانو تمه دا وه، چې یو شمېر نور هېوادونه به یې هم په رسمیت وپېژني، خو داسې ونه‌شول.

هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستیو جګړو او شخړو ته په اشارې وویل: «که چېرې له پاکستان سره شخړه اوږده شي، نو ښايي هند یې هم په رسمیت وپېژني.»

محمد عمر داوودزي په همدې تړاو وویل، د روان کال په مې میاشت کې له هند سره په جګړه کې پاکستان د تبلیغاتو په برخه کې ګټه وکړه، خو له افغانستان سره په جګړه کې یې هغومره ګټه ونه‌کړه، ځکه افغان ولس ته د بهرني یرغل پر مهال دا چې په حاکمیت کې څوک دي، هېڅ مطرح نه دي او په دې برخه کې سره یو موټی دي.

د نوموړي په باور، که طالبان له دغه فرصته استفاده وکړي او په خپل حاکمیت کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو، د نجونو د زده کړو او کار مسایلو ته پام وکړي، نو ښايي ډېره ګټه وکړي.

هغه زیاتوي، له څلورو کلونو راهیسې په قطر او متحده عربي اماراتو کې د طالبانو او امریکاییانو تر منځ پټې خبرې روانې دي او په باور یې، د یوه کال په دننه کې به امریکاییان په شکل د اشکالو په کابل کې حضور ولري.

نور خبرونه

رادیو