د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، چې سږکال یې روسیې ته د کندهاري انارو لومړني صادرات پیل کړل او په لومړۍ جوپه کې یې ۲۵ ټنه انار روسیې ته واستول. د یادې خونې مسوولان وايي، سږکال تردې مهاله د کندهار انار هېڅ بهرني هېواد ته نه وو صادر شوي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس عبدالواحد صدیقي وايي، د یکشنبې په ورځ یې د انارو د سږنيو حاصلاتو صادرات په لومړي ځل د روسیې هېواد ته پیل کړل. نوموړي ویلي، چې په لومړی جوپه کې ۲۵ ټنه انار بار وو، چې ارزښت یې تر ۲۵ زرو ډالرو پورې رسیږی.
نوموړی وایي، له کندهار څخه به روسیې ته د انارو د صادراتو بهیر دوامداره وساتي.
عبدالواحد صدیقي وایي:«کوښښ کوو صادرات جاري وساتو، نور موټر هم اماده کوو چې روسیې ته یې ولېږو. کیدای شي شل پنځویشت کانټینرونو کې انار روسیې ته ولېږو.»
نوموړي ویلي، سږکال تردې مهاله د کندهار انار هېڅ بهرني هېواد ته نه وو صادر شوي.
صدیقي زیاتوي:«سږکال ټولې لارې بندې دي، مخکې زموږ ټول صادرات هند ته د پاکستان له لارې کېدل خو اوس لارې راباندې بندې دي.»
له کندهار څخه روسیې ته د انارو صادرات په یاد ولایت کې د کنډا فروټ خصوصي کمپنۍ له خوا پیل شوي او مسوولین يي وايي، هڅه کوي چې د روسیې تر څنګ اروپايي هېوادونو ته هم کندهاري انار صادر کړي.
له کندهار څخه روسیې ته د انارو صادرات پر داسې مهال پیل شول، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې بندې دي.
د کندهار د سپین بولدک د تازه مېوو د اتحاديي مسوول تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د سپین بولدک لارې بندېدو له امله یوازې د انارو بار نږدې ۱۰۰ موټر پاکستان ته د تګ په تمه بند پاتې دي.

