اسراییلي ځواکونو د اوربند له پیل راهیسې په غزه کې څه باندې۹۰ کسان وژلي دي

۵ ورځې مخکې

د غزې د روغتیا وزارت وایي، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۹۳ فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي او له ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. له دې سره بیا په غزه کې د قربانیانو ټول شمېر ۶۸ زره او ۵۱۹ تنو ته رسېدلی دی.

د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ عملي شوی دی. د دې طرحې په لومړي پړاو کې یو شمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان خوشې شوي دي.
د غزې د رسنیو د دفتر د راپور له مخې، اسراییل د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه له ۸۰ ځلې ډېر دا تړون د پرله‌پسې بریدونو په ترسره کولو سره نقض کړی دی.
دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې واشنګټن له اسراییل څخه غوښتنه کړې، څو د حماس له خوا د اسراییلي بندیانو د مړو د بشپړ نه سپارلو ادعاوو له امله د کړکېچ د پراخېدو مخنیوی وکړي.
حماس مخکې اعلان کړی و، چې ټول ۲۰ ژوندي اسراییلي بندیان او ۹ جسدونه یې اسراییل ته سپارلي دي. دې ډلې زیاته کړې، ټول هغه جسدونه یې چې تر اوسه موندلي هغه یې سپارلي او د پاتې جسدونو ترلاسه کول ممکن نور وخت او اضافي تجهیزات وغواړي.
خو اسراییل د بندیانو د جسدونو د سپارلو ځنډ بیا د بریدونو د دوام، د رفح لارې د تړلو او غزې ته د بشردوستانه مرستو د جریان د ۵۰ سلنه کمښت لپاره یو دلیل ګڼلی دی.
مخکې د کډوالو نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د غزې تړانګه کې د سرپناه اړتیا لا هم په بحراني حالت کې ده. دغه سازمان د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه نفوس بې‌کوره کېدو ته په اشاره ویلي، چې اوس لږ تر لږه یو نیم میلیون کسان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو