ترکیې سږکال له ۳۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال نیولي دي

۲ ورځې مخکې

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په ترکیه کې د بېلا بېلو هېوادونو ۱۲۲۰۰۰ څخه ډېر غیر قانوني کډوال نیولې. د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په نیول شویو کډوالو کې ۳۰،۰۹۹ یې افغانان شامل دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې یاد افغان کډوال یې د ۲۰۲۴ کال د جنوري او اکټوبر میاشتي د دویمې اوونۍ په منځ کې د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې نیولي، خو د یادو کډوالو د شړلو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په نیول شویو کډوالو کې د افغان کډوالو ترڅنګ د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران وګړي هم شامل دي، خو د افغانانو شمېر د نورو هېوادونو د کډوالو په پرتله خورا ډېر دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د غیر قانوني کډوالو د نیولو عملیات لا هم دوام لري او په دغه هېواد کې غیر قانوني کډوالو ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو