بغلان کې د تازه مېوو د ساتنې ۷ سړې خونې او د پیازو زېرمه کولو لپاره ۳۵۰ زېرمتونونه جوړ شوي

۴ ساعتونه مخکې

په بغلان ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست وايي، چې په وروستیو کلونو کې د خصوصي سکټور په مرسته په دغه ولایت کې د تازه مېوو د ساتنې لپاره ۷ سړې خونې او د پیازو د زېرمه کولو لپاره ۳۵۰ زېرمتونونه جوړ شوي دي.

په بغلان ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس عبدالکریم حذیفه ویلي، چې یادې سړې خونې د خصوصي سکټور په همکارۍ د بغلان په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړې شوې؛ څو بڼوال، بزګر او سوداګر وکولای شي خپلې تازه مېوې او پیاز د اوږدې مودې لپاره وساتي.

نور خبرونه

رادیو