د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا د غزې تړانګې د دایمي وېش هېڅ پلان نه لري او اصلي موخه یې د سیمې امنیت خوندي کول او د نړۍوال ځواک ځای پرځای کول دي، څو بشپړ بېوسلې کول یقیني کړي. هغه زیاته کړې، چې اسراییل هم د غزې د اشغال هېڅ لېوالتیا نه لري.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ اسراییل او قطر ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې واشنګټن د غزې تړانګې د دايمي وېش لپاره هېڅ پلان نه لري.
هغه ټینګار وکړ، که څه هم اسراییلي ځواکونه لا هم په هغو سیمو کې پاتې دي چې د بیارغونې پلان کې لومړیتوب لري، دا وضعیت لنډمهاله دی او د اوربند له پرمختګ سره به بدلون ومومي.
د امریکا په منځګړیتوب د اوربند له تړون سره سم اسراییلي ځواکونه تر «ژېړې کرښې» پورې شاتګ کړی، هغه کرښه چې د غزې شاوخوا نیمايي برخه رانغاړي. امریکا اعلان کړی، چې د بیارغونې مرستې به په لومړي پړاو کې پر هغو سیمو متمرکزې وي چې اوس د اسراییل تر واک لاندې دي.
روبیو وویل، وروستۍ موخه دا ده چې یو نړۍوال ځواک د فلسطین په ټولو برخو کې د امنیت د تامین لپاره ځای پر ځای شي او غزه په بشپړه توګه بې وسلې شي.
هغه دا هم وویل، چې حماس باید د غزې په راتلونکي کې هېڅ رول ونه لري زیاته یې کړه: «نړۍوال ثبات ساتونکی ځواک باید پړاو په پړاو مخکې ولاړ شي، څو ټوله غزه بې وسله شي. هر څومره چې غزه له تروریزمه پاکه شي، هومره به وضعیت ثبات ته نږدې شي. دا یو اوږدمهاله پلان دی او اسراییلیانو په ښکاره ویلي چې د غزې د اشغال نیت نه لري.»

