ټرمپ: تر هغه چې د سولې تړون ته ونه رسېږم، له پوتین سره نه ګورم

۲ ورځې مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې تر هغه به له پوتین سره ونه ګوري، تر څو د سولې تړون ته ونه رسېږي. هغه د تلې په ۳۰مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پلان شوې لیدنه لغوه کړه او ویې ویل، چې دا سمه نه ده.

ټرمپ د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره د یوې لیدنې پر مهال هیله وښوده، چې پر روسیې د امریکا نوي بندیزونه به «پوتین هوښیار کړي.»

د ناټو عمومي منشي مارک روته د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې پر روسیې د امریکا نوي بندیزونه به پر پوتین ډېر فشار راوړي، چې «د نغدو پیسو، پوځي ځواک او ملاتړ کمښت لري.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مارک روته ویلي چې که څه هم پوتین په اوکراین کې یوازې کوچني نظامي پرمختګونه لري، خو د ناټو او متحدینو ملاتړ له اوکراین سره اغېزناک ثابت شوی دی.

نور خبرونه

رادیو