عباس عراقچي: د تهران او واشنګټن ترمنځ ستونزه نه حل کېدونکې ده

۲ ورځې مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او امریکا د حکومتونو ستونزه «نه حل کېدونکې» وبلله او هم‌مهاله یې ګواښ وکړ، چې د اسراییل هر ډول بیا برید به د تهران له سخت غبرګون سره مخ شي.

عراقچي د شنبې په ورځ په یوې مرکه کې وویل، چې د تهران چمتوالی اوس «د ۱۲ ورځنۍ جګړې له دورې څخه هم زیات» دی.
عراقچي په دې مرکه کې همداراز له امریکا سره خبرو اترو ته اشاره وکړه او ویې ویل، دا چې متحده ایالات «سلطه‌طلبه» طبیعت لري او اسلامي جمهوریت «د سلطې لاندې د نه راتلو» ځانګړتیا لري، نو د تهران او واشنګټن تر منځ ستونزه به حل نه شي.
عراقچي د تهران او واشنګټن ترمنځ د «جدي اختلاف نظر» د حل او د متقابل تعامل د ترلاسه کولو لاره د امریکا د «سلطه‌طلبه طبیعت پرېښودل» وبلله.

نور خبرونه

رادیو