د طالبانو د ننګرهار ولایت والي رسنیز دفتر ویلي، د جلالاباد ښار د اوسېدونکو هغه شکايتونه څېړل شوي، چې د کورونو د کرايې د لوړوالي په اړه يې وړاندې کړي وو.
دوی زیاتوي، چې د رهنمایي معاملاتو قراردادونه وڅېړل شول، څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ دفتر د کرایې له ټاکل شوې کچې څخه سرغړونه ونه کړي.
له دې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او ایرانه د سلګونه زره راستنېدونکو افغانانو د راتګ په درشل کې ویلي و، چې د کورونو مالکان باید د خپلو کورونو کرايې لوړې نه کړي. د طالبانو د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

