په لومړي ځل د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د امریکا فډرالي حکومت د ۳۵ ورځو لپاره تړلی و او اوس یې له بندېدو ۲۴ ورځې تېریږي. امریکايي رسنۍ وايي، دا د امریکا په تاریخ کې دویم ځل دی چې فډرالي حکومت د دومره اوږدې مودې لپاره تړلی پاتې کېږي.
د امریکا په ګانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټو ترمنځ د اختلافانو له کبله د امریکا د فدرالي حکومت بودجه نهده تصویب شوې، چې له کبله یې د فدرالي حکومت ګڼې ادارې تړل شوې دي.

