د ایران، طالبانو او ترکیې ترمنځ د رېل پټلۍ درې اړخیزه هوکړه لاسلیک شوه

۷ ورځې مخکې

د سیمه‌ییزو ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د پنجشنبې په ورځ (د لړم لومړۍ نېټه) په تهران کې د ایران، طالبانو او ترکیې ترمنځ د رېل‌ پټلۍ د همکارۍ درې اړخیزه هوکړه لاسلیک شوه.

د ایران د ښاري پراختیا وزارت ویلي، چې دغه هوکړه د ایران د رېل‌پټلۍ د مشر میعاد ذاکري، د ترکیې د دولتي رېل‌پټلۍ د رییس ویسي کورت او د طالبانو د رېل‌پټلۍ ادارې د مشر محمد اسحاق صاحب‌زاده ترمنځ په یوه ګډه ناسته کې لاسلیک شوه.

د دغه پنځه کلنې هوکړې موخه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي اړیکو پیاوړتیا، د رېل‌پټلۍ د زېربناوو اغېزمن استعمال، د سرحدي تګ راتګ اسانتیا، د بار وړلو د ظرفیت لوړول او د یوه منظم او منسجم سیمه‌ییز کوریدور جوړول بلل شوې ده.

د هوکړې له مخې؛ دغه هېوادونه به د بشري ځواک د روزنې، د رېل‌پټلۍ د ساتنې او رغونې، د زېربناوو د پراختیا، د ډیجیټلي سیسټمونو د پلي کولو او د ټرافیکي مدیریت په برخو کې خپلمنځي تخنیکي همکارۍ پراخوي.

د درې واړو خواوو استازو د ناستې په پای کې ټینګار وکړ، چې دغه هوکړه د سیمې د ترانزیټي شبکې د یووالي او اقتصادي ودې لپاره بنسټیز اهمیت لري او دوی به یې پلي کېدو ته ژمن پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو