د ایټالیا د کلیسا ناوړه جنسي کړنو د قربانیانو یوې ډلې ادعا کړې چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې تر اوسه نږدې ۴۴۰۰ کسان د کاتولیک پادریانو له لوري د جنسي ناوړه چلند ښکار شوي دي. دا ادعا یو ځل بیا د کلیسا پر مشرانو فشار زیاتوي چې له دې بحران سره په رښتینې توګه مقابله وکړي.
د «رېته لابوزو» په نوم د قربانیانو ډلې، چې د ایټالیا تر ټولو لویه د کلیسا د جنسي ناوړه چلند د قربانیانو ټولنه ده، ویلي چې دغه شمېرې د قربانیانو له اعترافونو، قضایي سرچینو او د رسنیو له راپورونو راټولې شوې دي.
د ټولنې بنسټګر فرانچیسکو زاناردي ویلي، دا لا معلومه نه ده چې د ناوړه چلند دا پېښې تر کومې مودې پورې رارسېږي.
رېته لابوزو ویلي، د دوی له خوا ۱،۲۵۰ شکمنې پېښې مستندې شوې دي، چې له دې ډلې ۱،۱۰۶ پېښې د پادریانو، او پاتې یې د راهبانو، مذهبي ښوونکو، داوطلبانو او د کلیسا د نورو کارکوونکو له خوا ترسره شوې دي.
د راپور له مخې، د ټولو ۴،۶۲۵ قربانیانو له ډلې ۴،۳۹۵ کسان د پادریانو له لوري زیانمن شوي دي.
راپور زیاتوي، له دې ډلې ۴،۴۵۱ کسان تر ۱۸ کلونو کم عمره وو او ۴،۱۰۸ یې هلکان وو.
د ټولنې د شمېرو له مخې، له ۱،۱۰۶ شکمنو پادریانو یوازې ۷۶ کسان د کلیسا له خوا محاکمه شوې.
په همدې حال کې د واتیکان نوی پاپ لېو، چې دا اونۍ یې د ناوړه چلند له ژوندي پاتې شویو قربانیانو سره لومړۍ کتنه وکړه، د کلیسا نویو روحانیانو ته ویلي چې د هېڅ ډول سرغړونې راپورونه باید پټ نه شي.

