د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو این ډي پي) وایي، چې د افغانستان ۵ خصوصي شرکتونو خپل کرنیز محصولات د سعودي عربستان په ۲۴۲م نړیوال کرنیز نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو شرکتونو محصولات زعفران، وچه مېوه او مغز لرونکي توکي (بادام، پسته او کشمش) دي، چې د نړیوالو پېرونکو پام یې ځان ته اړولی دی.
د «یو این ډي پي» په وینا، یاد شرکتونه د اروپایي ټولنې مالي ملاتړ او د (ایسياېآر پي) تخنیکي همکارۍ په مرسته په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وایي، موخه یې دا ده چې د افغانستان کروندګر او خصوصي سوداګر له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي، څو د هېواد د اقتصادي ودې او د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي.
دغه اداره زیاتوي، چې د افغان شرکتونو ګډون په نړیوالو نندارتونونو کې کولی شي د افغانستان د اقتصاد د تنوع، د کرنې د پرمختګ او د ښځو او ځوانانو د بوختیا لپاره اغېزمن ګام وي.
د یادولو وړ ده،چې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرامله دې وړاندې هم د افغانستان د اوو شرکتونو لپاره د «خوړو نړیوال نندارتون هند ۲۰۲۵» په نوي ډیلي کې د ګډون زمینه برابره کړې وه.

