د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د بدخشان ولایت د نوي والي په توګه د مولوي اسماعیل غزنوي د معرفي کېدو اعلان وکړ.
اسماعیل غزنوي پخوا د اقوام او قبایلو چارو وزارت کې د سرحدي تفتیش مرستیال او د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون غړی و.
د بدخشان پخوانی والي محمد ایوب خالد د ۲۱۵م العزم قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند نن د شنبې په ورځ، د لړم ۳مه پر اېکسپاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بدخشان نوی والي د وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال عبدالحق مخدوم لخوا معرفي شو.
د طالبانو په اعلامیه کې د بدخشان د نوي والي د زده کړو او تخصص په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو غزنوي د طالبانو یو تجربه لرونکی قوماندان دی چې د غزني اندړ ولسوالۍ اصلي اسیدونکی دی.

