د طالبانو پلاوی د افغان-قزاق سوداګریز فورم کې د کډون لپاره قزاقستان ته ولاړ

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي چې د یاد وزارت د وزیر نورالدین عزیز په مشرۍ یو پلاوی د افغان-قزاق فورم کې د کډون لپاره قزاقستان ته ولاړ.

دغه وزارت زیاتوي چې له دې پلاوي سره په داخل او بهر کې د هېواد شاوخوا ۲۰۰ تنه د خصوصي سکیتور غړی ملتیا کوي.

د طالبانو د سوداکرۍ او صنایعو وزارت نن شنبه (د لړم ۳مه) په اېکس‌پاڼې لیکلی، چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیرک ژومنګرین په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د افغان ـ قزاق سوداګریز فورم درېیمه غونډه د سوداګرۍ کنفرانس، دوه‌اړخیزو سوداګریزو ناستو او د افغان محصولاتو د نندارتون څخه جوړه ده.

دوی زیاتوي، چې ټاکل شوې ده افغان-قراق سوداګریز فورم درېیمه غونډه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې د قزاقستان په شیکمنت ښار کې ترسره شي.

په دې نندارتون کې به د قالینو، لاسي صنایعو، خوړو، غیرالکولي مشروباتو او د اوسپنې ویلې کولو او وچو مېوو په ګډون په بېلابېلو سکتورونو کې افغان محصولات نندارې ته وړاندې شي.

نور خبرونه

رادیو