د اسراییل پوځ وایي، چې د لبنان په جنوبي سیمو کې یې دبې پیلوټه الوتکې په برید کې د حزبالله یو لوړپوړی غړی وژلی دی.
دا پېښه د جمعې په ورځ د «قعقعیه الجسر» او «زوطر الغربي» تر منځ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې یو غیرنظامي موټر د اسراییلي ډورن له خوا په نښه شو.
د اسراییل پوځ له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي،چې په برید کې د «عباس حسن کرکي» په نوم د حزبالله د جنوبي محاذ د لوجستیک مسول وژل شوی دی.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د تېرې ورځې په لړ کې هم د اسراییلو پوځ د حزبالله پر ځینو مرکزونو د بقاع ختیځ، شمالي سیمو او النبطیه ولایت کې هوايي او توغندیز بریدونه ترسره کړي وو.

