د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د غصب شویو ځمکو د قضیو ځانګړي محکمې لږ تر لږه ۳۸ جریبه ځمکه د دولت د ملکیت په توګه تثبیت او راوګرځولې ده. طالبانو لیکلي، چې دا ځمکې ۱۵ټوتې دي، چې د فیضاباد ښار د دویمې ناحیې خواجه معروف سیمې اړوند دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، دا دوسیه د دولتي غصب شویو ځمکو د مخنیوي کمېسیون وڅېړله او وروسته یې د شمال زون ځانګړي محکمې ته واستوله. محکمې د اسنادو، شواهدو او ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ دا ځمکې د دولت ملکیت تثبیت کړ.
دغه ډول ځمکې معمولاً د مدافع وکیل پرته دولتي ملکیت بلل کېږي او خلک طالبانو ته ګوته نیسي، چې د عصري محاکمې اصول نه مراعتوي، ښايي چې ډېرې پرېکړې یې عادلانه نه وي. طالبانو په تېرو څلورو کالو کې زرګونه جریبه استوګنیزې او کرنیزې ځمکې دولتي اعلان کړې، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د خلکو غبرګونونه هم راپارولي دي.
خلک وايي، چې د طالبانو د ځمکو ارزولو کمېسیون ډېرې نیمګړتیاوي لري، لکه د دفاعي وکیل نشتوالی، د ملکیت د اسنادو بېاعتباره ګڼل او سیاسي تمایلاتو پر عادلانه پرېکړو سیوری غوړولی دی.

