پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ډانګ او پړانګ ترمنځ ګېر دي

۱۸ ساعتونه مخکې

فرانس ۲۴ ټلوېزیوني شبکې جمعه (لړم ۲مه) لیکلي، چې پاکستان پر افغان کډوالو فشار ډېر کړی، هغوی نیسي او افغانستان ته یې شړي. وايي، داسې هېواد ته یې شړي چې هلته پر ښځو ډول ډول بندیزونه لګول شوي او بې‌وزلي په کې ډېره ده.

پاکستان د روان کال له پیل راهیسې بیا تر دې دمه تر۶۶۰ زرو ډېر افغان کډوال شړلي دي. د راپور له مخې پاکستان اوس د ۲.۸ مېلیونه افغان کډوالو کوربه نه دی، لکه څو لسیزې مخکې چې و.

د فرانس ۲۴ شبکه لیکي، پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د ټي‌ټي‌پي غړي په افغانستان کې پټ شوي او له هغه ځایه پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر امنيتي مرکزونو او نورو سیمو کې د نظامي عملیاتو مدیریت کوي.

دا شبکه زیاتوي، چې د دې بریدونو له امله د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خرابې شوې او بالخره یې یې ډیورنډ کرښه پراخې نښتې وکړې. د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره په پاکستان کې پر افغان کډوالو هم فشار ډېر شو، د هغوی پر ضد عملیات روان دي او په ډله‌ییز ډول په زوره شړل کېږي او پنډغالي یې هم تړل شوي دي.

فرانس ۲۴ شبکه زیاتوي، چې په پنجاب کې د افغان کډوالو وضعیت تر بل هر ځای خراب دی، خلکو ته ویل شوي که بې اسنادو افغان کډوال وویني حکومت ته دې خبر ورکړي.

راپور کې وړاندې لیکل شوي: «اسلام اباد داسې فکر کوي، چې د کډوالو په شړلو سره به په پاکستان کې امنیت ښه شي».

په لومړي پړاو کې یوازي هغه کډوال اېستل شوي چې د استوګنې هېڅ ډول قانوني اسناد یې نه لرل.

راپور وایي، د هغو افغان کډوالو نیول او شړل هم پيل شوي، چې په پاکستان کې یې څلوېښت کاله ژوند کړی و، خو د۲۰۲۵ کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې هغه کډوال هم خوندي پاتې نه شول، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) سره په رسمي ډول ثبت شوي وو.

راپور زیاتوي، اوس افغان کډوال د یوه خطرناک انتخاب سره مخ دي. یا به په پټه په پاکستان کې ژوند ته دوام ورکوي، هره شېبه به انتظار کوي، چې پولیس به یې نیسي، زنداني کوي به یې، پيسې به ځنې اخلي او یا به په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي. وایي، داسې هېواد ته به تګ ته مجبورېږي چې هلته د نجونو ښوونځي تړل شوي، پر ښځو بېلابېل بندیزونه لګول شوي او بې روزګاري په کې اوج ته رسېدلې.

نور خبرونه

رادیو