تازه ایراني چارواکو اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې یې د بهرنیو کارګرو لپاره د کارتونو اخېستل لازمي کړي دي. د ایراني پولیسو د کډوالۍ د چارو مشر سردار حیدري ویلي:« هغوی چې په سیاحتي ویزو راغلي، نور نهشي کولای چې په ایران کې کار وکړي.»
نوموړي رسنیو سره یه خبرو کې ویلي، چې هر بهرنی کارګر باید د کار لپاره د کار کارت ترلاسه کړي او که داسې نه کوي؛ نو کار کول یې ناقانونه ګڼل کېږي او له جدي چلند سره به مخ شي. هغه زیاته کړې، په ایران کې د هغو کسانو د نیولو عملیات هم روان دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
د کار په اړه د ایران د تازه اعلان له مخې؛ لومړی باید هغه ایرانیان چې کارګرو ته اړتیا لري خپله غوښتنه د کار له وزارت سره ثبت کړي او که ایراني کارګر نه پیدا کېږي، بیا هغو بهرنیو کارګرو ته چې د کار کارتونه یې اخیستي د کار موکه ورکړل شي.
ایراني چارواکو دارنګه ویلي، چې په ایران کې یې د افغان کډوالو د قانوني کېدو لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي. ایران په داسې حال کې د بهرنیو کارګرو لپاره نوې تګلاره اعلانوي، چې ډېری افغانان هڅه کوي په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي فقر او بېروزګارۍ له کبله دغه هېواد ته د کار په موخه ولاړ شي.
وړاندې په ایران کې ځینو کارګرو افغانانو له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې په ایران کې له دوی سره د نامناسب چلند په اړه شکایتونه کړي دي. دوی ویلي وو، چې ځینې ایراني مالکان یې تنخوا پر وخت نه ورکوي او که دوی ترې د پېسو غوښتنه کوي؛ نو د ایراني مالکانو له لوري په دې ګواښل کېږي، چې ګواکې پولیسو ته به یې په لاس ورکړي.

