د افغانستان بانک د اداري پروسو د ساده کولو په موخه غونډه کړې

۴ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ د اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته کړې.

یاد بانک وايي، په دې ناسته کې د اداري چارو د ساده کولو، د تصمیم نیونې د چټکتیا او د خدماتو د کیفیت د لوړوالي په اړه بحثونه شوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک نن دوشنبه، د لړم۵مه، وویل، چې د یاد بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په دې ناسته کې وویل، چې د اداري پروسو اوږدیدل، غیر ضروري مرحلې، او د تصمیم نیونې برخه کې ځنډ د خلکو باور ته زیان رسوي، وخت او منابع ضایع کوي، او د ادارې د موثریت مخه نیسي.

نوموړي ټینګار کړی د طالبانو موخه دا ده چې ټولې ادارې خپلې چارې ساده، معیاري او شفافې کړي، څو هم د خلکو ستونزې په وخت حل شي او هم د ادارو کاري اغېز لوړ شي.

خالد زیاته کړې، چې د افغانستان بانک باید د خپلو ټولو اړوندو امریتونو او څانګو له لارې دا پرېکړه جدي عملي کړي، اداري موانع له منځه یوسي او د کاغذي چارو پر ځای د برېښنایي سیستمونو کار ته لومړیتوب ورکړي.

په دې غونډه کې تر ګډ بحث وروسته، د چارو د ښه تنظیم او همغږۍ لپاره دوه ځانګړې کمېټې ټاکل شوې، چې دا کمېټې به حل لارې وړاندې کوي، عملي کېدل به یې څاري او هره میاشت به مرکزي کمېټې ته راپور ورکوي.

یاد بانک وايي، دا پرېکړه د طالبانو د چارو ادارې د لوی ریاست له‌خوا د تطبیق لپاره د افغانستان بانک ته استول شوې او ټول وزارتونه او ادارې مکلف دي چې د ټاکل شوې کمېټې له لارښوونو سره سم خپلې پروسې ساده او معیاري کړي.

نور خبرونه

رادیو