طالبان وايي چې په یوه ورځ له ۸ زرو ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي

۳ ورځې مخکې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو کمېسیون وايي، د یکشنبې په ورځ له بېلابېلو لارو ۱۵۶۵ کډوالې کورنۍ چې ټول۸۴۷۶ تنه کېږي، په اجباري ډول افغانستان ته راستانه شوي دي.

ددغه کمېسیون د دارالانشا د ورځني راپور له مخې، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۳۹۴ کورنۍ ، چې ۷۵۱۲ تنه کیږي راستانه شوي او له دوی څخه ۶۱۵ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې.

په راپور کې راغلي چې، په هلمند کې د بهرامچې له لارې ۸۴ کورنۍ چې ۴۸۴ تنه کیږي، هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ کمېټې د معلوماتو له مخې، له دغه ډلې۹۲ کورنۍ لښکرګاه او ګرمسیر ولسوالیو ته انتقال شوي.

بل خوا په هرات کې د اسلام‌کلا له لارې ۵۲ کورنۍ چې ۳۴۲ تنه کیږي، ثبت شوي او په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۳۵ کورنۍ چې ۱۳۸ تنه کیږي او همدا راز۷۶۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د نیمروز په ورېښمو لار کې راستنېدونکو کډوالو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شوي، چې پکې د ثبت، لېږد، لنډمهاله مېشتېدنې، مالي مرستو، ښوونې، اسلامي نظام او زغم په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، له ټولو راستنو شویو افغان کډوالو سره په ټولیز ډول نږدې ۱۷.۵میلیونه افغانۍ نغدې او ترانسپورټي مرستې شوې دي.

له هغه وخت راهیسې چې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ایستلو کمپاین پیل کړی، هره ورځ زرګونه افغانان په جبري توګه بېرته هېواد ته ستنېږي.

نور خبرونه

رادیو