په کابل کې د ایران سفارت وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي په کابل کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سره لیدلي.
په لیدنه کې هوکړه شوې چې له اووه کاله څنډ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي نښو د بیارغونې پروژه پیل شي.
په کابل کې د ایران سفارت دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۵مه وویل، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي او د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري ترمنځ ناسته کې د ایران او افغانستان پوله د دوستۍ او ورورګلوۍ پوله اعلان شوې ده.
دواړو خواوو د سرحدي همکاریو د پراختیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او هوکړه یې کړې، چې د سرحدي ستونزو د حل لپاره د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو پلاويو ترمنځ منظمې غونډې ترسره شي.
په دې ناسته کې پر پوله له هر ډول غیرقانوني تګ راتګ، انساني او د نشه يي توکو قاچاق سره د مبارزې لپاره پر «جدي هوډ» هم ټینګار شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له نورو چارواکو سره هم لیدلي دي او د زنداني ایراني وګړو حقونو ته د رسیدنې پر مېکانېزم هم غږېدلي دي.

