د تورخم لارې تړل کېدو د زرګونو افغان کډوالو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او سلګونه کورنۍ له څو اونیو راهیسې له خپلو کډو او ماشومانو سره د دروازې د پرانېستل کېدو په تمه دي. یوه افغان کډوال وویل، « له ۱۳ ورځو راهیسې دلته بند پاتې یو، ماشومان مو په موټرو کې خوب کوي».
د پاکستان له خوا د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ سلسله له نږدې دوو اونیو راهیسې درېدلې ده.
د دې بندښت له کبله نه یوازې سوداګریزې چارې اغېزمنې شوې، بلکې زرګونه افغان کډوال چې د بېرته ستنېدو په موخه افغانستان ته روان شوي، د خېبر پښتونخوا د جمرود او لنډي کوتل په شمول ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر لارو بند پاتې دي.
افغان کډوال عبدالحق ساپی چې په لنډي کوتل کې یې کورنۍ د سرک پر غاړه افغانستان ته د تګ لپاره دوه اونۍ انتظار کړی، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «له دیارلسو ورځو راهیسې موږ د خپلو کورنیو سره دلته بند پاتې یو، ماشومان مو په موټرو کې خوب کوي، اوبو او خوړو ته لاسرسی نه لرو، د ورځې تودوخه ډېره ده او د شپې يخني.»
ساپی وایي، له دواړو خواوو بند پاتې دي، نه افغانستان ته تللی شي او نه هم بېرته ګرځېدای شي.
د نوموړي په وینا، حکومتونه باید کړکېچونه تر دې بریده ونه رسوي چې ولسونه پکې زیانمن شي.
ګل اغا یو بل کډوال دی چې تورخم ته نږدې یې کورنۍ افغانستان ته د تګ لپاره د سرک په غاړه شپې سبا کوي.
نوموړي وایي: «موږ د طالبانو اجازهلیکونه لرو، خو پاکستاني چارواکي مو نه پرېږدي چې واوړو، تورخم تړلی دی، ماشومان مو ناروغ شوي، خو څوک مو غږ نه اوري.»
د ګل اغا په وینا، هغه کورنۍ چې د افغانستان لپاره تورخم ته راکوچیدلې له سخت حالت سره مخ دي، ماشومان یې ناروغان شوي، خواړه او صحي اوبه نه لري او په ګاډو کې شپې سبا کوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د ښځو او ماشومانو وضعیت تر ټولو اندېښمنوونکی دی، ځکه ګڼ شمېر کورنۍ له خوړو، درملو او څښاک اوبو بېبرخې دي.
د تورخم دروازې له تړلو سره یوازې افغان کډوال له ستونزو سره نه دي مخ بلکې د سیمې اوسېدونکو او سوداګرو باندې یې هم بد اغېز کړی.
د تورخم دروازې ته نږدې یو ځای اوسېدونکی خان محمد وایي، د تورخم له تړلو سره یې تجارت له منځه تللی او هره ورځ زرګونه روپۍ تاوان کوي.
نوموړی زیاتوي: «د لارې تړلو نه یوازې افغان کډوال ستړي کړي، بلکې زموږ تجارت هم له منځه تللی، هره ورځ زرګونه روپۍ تاوان کوو، خو نه څوک وضاحت ورکوي او نه دا معلومه ده چې کله به لاره بېرته خلاصه شي.»
طالبانو تر دې وړاندې د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د افغان کډوالو د تګ راتګ اجازه ورکړي، خو اسلاماباد وايي، تورخم د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوی.
په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو پلاوي د کړکېچ د حل لپاره په استانبول کې په خبرو بوخت دي.
د خبرو پایله لا تراوسه نه ده په ډاګه شوې، خو تمه کیږي چې دغه خبرې اترې نن شپه پای ته ورسیږي.

