ایران په څو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون افغانان په زوره له دغه هېواده وشړل، چې ډېری یې اقتصادي کډوال و او په بېرته راستنېدو سره له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
د هرات د والي مرستیال وايي، د دغه ولایت صنعتي ښارګوټي ۱۳ زره دغو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د روان کال په جون میاشت کې له اسراییل سره د ایران له جګړې وروسته تهران په یو مخیز ډول د افغانانو د اېستلو پرېکړه وکړه او ورسره په لنډه موده کې شاوخوا یو میلیون افغانان بېرته افغانستان ته ولېږدول شول.
په دغو رالېږدول شویو افغانانو کې ډېری یې اقتصادي کډوال و او په بېرته راتګ سره له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او د سرپناه د نهلرلو تر څنګ خواړه هم په ډېرې سختۍ سره پیدا کوي.
په ورته مهال کې د هرات د والي مرستیال مهاجر فراهي د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د دغه ولایت صنعتي ښارګوټي له ایران څخه له یادو راستانه شویو ۱۳ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
فراهي وايي، «دا هغه شمېر دی چې د دوی لخوا مسقیم ثبت شوي کېدای شي، ډېری نور هم داسې کسان وي چې له رسمي ثبت پرته همدلته پر کار شوي وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍوالو بنسټونو په وینا، د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس له فقر سره لاس او ګرېوان دي او په هېواد کې د کاري زمینو د نشتوالي له امله اړ دي چې د مزدورۍ لپاره په مرګونو او ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته مخه کړي.
د راپورونو لهمخې، طالبانو په دې وروستیو کې د تنقیص په نوم په دولتي ادارو کې له دندو د نورو مامورینو د لرې کولو بهیر هم پیل کړ او په دې سره په هېواد کې د بې روزګاره کسانو شمېر څو برابره لوړ شو.

