د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې اترې په استانبول کې پیل شوې دي

۲ ورځې مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د رحمت الله نجیب په مشرۍ د طالبانو شپږ کسیز پلاوی چې سهیل شاهین او انس حقاني هم پکې شامل دي، له پاکستاني پلاوي سره د خبرو اترو دویم پړاو نن (شنبه) په استانبول کې په رسمي ډول پیل کړی دی.

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته نن شنبه (د لړم ۳مه) وویل چې د طالبانو په شپږ کسیز پلاوي کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین، د طالبانو غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي مشر نور احمد نور، د دفاع وزارت د عملیاتو مشر نور الرحمن نصرت او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

سرچینو تایید کړه، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په استانبول کې پیل شوی دی.

تمه کیږي چې روانې خبرې اترې به د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو مخنیوي، د وسله والو په اړه د معلوماتو تبادله، د اوربند غځول، د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم لپاره متقابل درناوی او نورو اړوندو مسلو باندې متمرکزې وي.

په ورته وخت کې سرچینو ویلي، چې د پاکستان یو پلاوی چې ډېپلوماټان او د یاد هیواد د استخباراتي ادارو لوړ پوړي غړي پکې شامل دي د استانبول په مذاکراتو کې ګډون کړی.

د استانبول خبرې اترې له هغې غونډې وروسته ترسره شوې، چې د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو په قطر کې درلوده. یادې خبرې د اوربند د تړون د لاری هوارولو په موخه ترسره شوې، خو تر اوسه د تړون د محتوا په اړه جزییات نه دي څرګند.

پاکستان دا "پټ" ګڼي، خو طالبان وايي، چې دا تړون پټ نه دی او لا نهايي شوی نه دی.

نور خبرونه

رادیو