یوې عربي کمپنۍ افغانستان کې د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۶ ورځې مخکې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سعودي عربستان د دلتا انټرنشنل کمپنۍ مسوولینو د طالبانو د کانونو وزیر ملا هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې د ګازو او تېلو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سعودي عربستان د «دلتا انټرنشنل» کمپنۍ اجرایوي رییس شاهر التقي په دغه ناسته کې د خپلې کمپنۍ فعالیتونه تشریح کړل او د افغانستان د تېلو او ګازو په سکټور کې یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د خبرپانې په ټکو؛ د یادې کمپنۍ مسوولینو ژمنه کړې، چې د ټاپي نل‌لیکې د غځولو په برخه کې به هم پانګونه وکړي. خبرپاڼه کاږي، چې د دغه سعودي کمپنۍ مسوولینو زیاته کړې، چې د تخنیکي تجربو د شریکولو په برخه کې به د افغان انجنیرانو لاسنیوی هم وکړي.

په ناسته کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د نوموړې کمپنۍ له پانګونې هرکلی کړی او ژمنه یې کړې، چې دوی به په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې دواړه خواوو د تخنیکي ډلو د غونډو د دوام او د همکارۍ د جزیاتو د څېړلو په موخه یو یادښت هم لاسلیک کړ.

نور خبرونه

رادیو