د ۲۰۲۵کال د اکټوبر ۲۴مه د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰مه کلیزه ده. دا هغه نړۍواله اداره ده، چې په ۱۹۴۵ کال کې د دویم نړۍوال جنګ له ویجاړیو وروسته د سولې ساتنې، د همکاریو پیاوړتیا او د بشري حقونو د ودې په موخه رامنځته شوه.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي نن د همدې کلیزې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه سازمان په خپل تېر ۸۰کلن مزل کې د سولې راوستو، فقر له‌منځه وړلو او د بشري حقونو د ودې لپاره مبارزه کړې. هغه لیکلي: «اوس باید نړۍ تر پخوا څو چنده ډېره په ګډه سره ستونزې حل کړي. راځئ یووالی رامنځته کړو او د یوې واحدې نړۍ په توګه عمل وکړو.»

ملګرو ملتونو سره د افغانستان لومړۍ اړیکې

افغانستان د ملګرو ملتونو له بنسټ‌ګر غړو څخه و او د ۱۹۴۶کال د نومبر په ۱۹مه یې د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، تر دې یوازې یو کال وروسته د ملګرو ملتونو منشور عملي شو. د افغانستان استازی هغه مهال سفیر نسیم احمد و او افغانستان د اسیا له لومړیو هېوادونو و، چې تر جګړې وروسته د نړۍوالې همکارۍ لیدلوری ومانه.

په لومړیو لسیزو کې کابل د بې‌طرفه بهرنۍ تګلارې پيروي کوله او په ملګرو ملتونو کې یې فعاله ډیپلوماتیکه ونډه لرله؛ د سولې، د استعمار د پای ته رسېدو او اقتصادي پرمختګ ملاتړ یې کاوه.

د تاریخ پوهانو په وینا؛ د سړې جګړې پر مهال افغانستان هڅه وکړه د خپل غړیتوب له لارې د لوېدیځ او ختیځ بلاکونو ترمنځ متوازنه اړیکه وساتي. افغانستان هغو پرېکړه‌لیکونو ته رایه ورکوله، چې د اسیا او افریقا د خپلواکۍ د خوځښتونو ملاتړ یې کاوه او د سولې په کنفرانسونو کې یې فعاله برخه اخیسته.

خو د ۱۹۷۹کال په ډسمبر میاشت کې د شوروي ځواکونو مخامخ یرغل دغه اړیکه له بنسټه بدله کړه. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۸۰ د جنورۍ په ۱۴مه د ES-6/2 پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې د شوروي یرغل وغندل شو او د هغوی د ځواکونو د سملاسي وتلو غوښتنه وشوه. دا پرېکړه‌لیک د ۱۰۴ غړو هېوادونو په ملاتړ او یوازې د ۱۸ مخالفو رایو سره ومنل شو.

دا د یو اوږد او پېچلي فصل پیل و، چې ملګري ملتونه د افغانستان په کورنیو او نړۍوالو ناورینونو کې په ژوره توګه ښکېل شو.

ملګري ملتونه د جګړې او بدلون په دور کې ( ۱۹۸۰- ۲۰۰۱)

د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې ملګري ملتونو د هغو لږو ډیپلوماټیکو ادرسونو په شمېر کې حسابېده، چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او بشري وضعیت په تړاو په کې په دوامداره توګه بحث کېده. هغه مهال د دې سازمان د سرمنشي خاویر پرېز کوییار تر مشرۍ لاندې د جګړې د درېدو هڅې هم وشوې.

د ۱۹۸۸ د اپرېل ۱۴مه د جنیوا تړونونه چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امریکا او شوروي په ضمانت لاسلیک شول، د شوروي د ځواکونو د وتلو لپاره یې لاره هواره کړه. د هغه مهال د دغه ستر قدرت د وتلو لړۍ په د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه بشپړه شوه او د روسیې وروستی سرتېری په حیرتان بندر واوښت.

خو دې تړونونو هم افغانستان له سولې برخمن نه کړ. د UNGOMAP په نوم د ملګرو ملتونو یوه څانګه د یرغلګرو حکومتونو د وتلو او څارنې لپاره جوړه شوه. د جهادي ډلو ترمنځ د قدرت په سر جګړې پیل شوې او بالاخره په ۱۹۹۲ کال کې کمونیستي رژیم ونړید. ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د خپل استازي بنون سوان په مشرۍ د سیاسي منځګړیتوب هڅه وکړه؛ خو دا هڅې د واک جګړو او د طالبانو د راڅرګندېدو له امله ناکامې شوې.

کله چې طالبانو د ۱۹۹۶ سپټمبر میاشت کې کابل ونیوه، ملګرو ملتونو د هغوی رژیم په رسمیت و نه پېژاند او د پخواني حکومت (د برهان‌الدین رباني په مشرۍ د افغانستان اسلامي دولت) استازي ته یې اجازه ورکړه، چې په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ وساتي.

د اقلیتونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سختدریځې تګلارې هغه مهال هم د دغه ډلې د منزوي کېدو لامل شوې.

په همدې موده کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۲۶۷ پرېکړه‌لیک پربنسټ په طالبانو سخت بندیزونه ولګول او لوی لامل یې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکول وو.

له دې سره، سره هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ملاتړ سازمان (یونسیار)، د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیو اېف پي) او د ماشومانو د ملاتړ نړۍوال صندوق (یونېسف) بیا هم په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړ؛ خو له محدودیتونو خالي نه وو.

تر ۲۰۰۱ کال وروسته؛ د همکارۍ نوې څپې

د امریکا په مشرۍ د ناټو هېوادونو تر پوځی مداخلې وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو رژیم نسکور شو او افغانستان ته یو ځل بیا د ملګرو ملتونو پاملرنه ډېره شوه. د ۲۰۰۱ د ډسمبر په ۵مه د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د بن تړون لاسلیک شو، چې د انتقالي حکومت د جوړېدو او وروسته د نوي اساسي قانون د تصویب بنسټ یې کېښود. د ۲۰۰۲کال په مارچ میاشت کې ملګرو ملتونو افغانستان ته د (یوناما) په نوم خپله ځانګړې سیاسي استازولي پرانېسته. د دې ماموریت موخه د سیاسي ثبات ملاتړ، د بشري حقونو پیاوړتیا، د حاکمیت ټینګښت او د بشري مرستو همغږي وه.

په راتلونکو دوو لسیزو کې ملګرو ملتونو د افغانستان د بیا رغونې په بهیر کې مرکزي رول ولوباوه. دې ادارې د میلیاردونو ډالرو نړۍوالې مرستې همغږي کړې او څو ټاکنیز بهیرونه یې تسهیل کړل. همدارنګه، ملګرو ملتونو د افغانستان د خپلواکو بنسټونو په جوړولو کې مرسته وکړه، لکه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون (AIHRC) او د ښځو د سیاسي او ټولنیز ګډون ملاتړ یې هم وکړ.

خو له دې پرمختګونو سره، سره ملګري ملتونه له پرله‌پسې ستونزو سره مخ پاتې شو. د مرستو په وېش کې فساد، ولایتونو کې نا امنۍ او پر کارکوونکو یې وسله‌وال بریدونه د دغو ننګوونو برخه وه. د ۲۰۰۹کال د اکټوبر په ۲۸مه کابل کې د دې سازمان پر یو مېلمستون برید کې یې پنځه کارکوونکي ووژل شو.

.۲۰۲۱؛ د جمهوري نظام نسکورېدنه او ډیپلوماټیکې خلاوې

څه باندې څلور کاله وړاندې د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورېدو سره د اړیکو یو بل مهم پړاو پیل شو، چې له کږلېچونو او ننګوونو ډک دی. د طالبانو په بیا ځل واک نیولو سره یاد سازمان په سملاسي توګه د ډیپلوماټیک ناورین سره مخ شو.

هغه مهال غلام محمد اسحاقزی چې د پخواني ولسمشر محمداشرف غني له لوري ټاکل شوی و، د افغانستان د دایمي استازي په توګه یې دې سازمان کې دنده مخ ته وړله. طالبانو د خپل استازي په توګه سهیل شاهین چې د دوحې د سیاسي دفتر غړی او ویاند و، نوماند کړ؛ ترڅو د اسحاق‌زي ځای ناستی شي.

خو د ملګرو ملتونو د استازو د اعتبار کمیټې چې د هېوادونو د استازیتوب پرېکړې کوي، خپل تصمیم وځنډاوه. د ۲۰۲۱کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه دغه کمیټې چې د امریکا، روسیې، چین او نورو شپږو هېوادونو استازي په‌کې شامل وو، پرېکړه وکړه چې د افغانستان څوکۍ دې د پخواني جمهوریت د استازو تر استازیتوب لاندې پاتې شي. د دې پرېکړې دلیل دا و، چې لا هم طالبان یو ټول ګډونه حکومت نه‌لري، سیاسي روغې جوړې ته اړتیا لري او د نړۍوالو ژمنو تر څنګ یې بشري حقونو ته درناوی نه‌دی کړی.

اسحاقزي په دې سازمان کې تر لانجمنو پرېکړو وروسته د ۲۰۲۱کال د ډسمبر میاشتې په وروستۍ نېټه استعفا وکړه او ماموریت یې مرستیال نصیر احمد فایق ته انتقال شو. دی له هماغه وخته د افغانستان د دایمي استازي استازولي مخته وړي او د طالبانو له رژیم سره هېڅ ډول رسمي اړیکې نه‌لري.

د طالبانو د استازولۍ نیمګړی ارمان

د ملګرو ملتونو د استازو د اعبتار کمېټه له ۲۰۲۱ کال وروسته هر کال د طالبانو په تړاو خپله پرېکړه ځنډوي او د نصیر احمد فایق د دندې دوام ته رایه کاروي. د طالبانو نوماند او اوس‌مهال په دوحه کې د دې ډلې سفیر سهیل شاهین هم وخت ناوخت په دې تړاو خواشني او خپګان څرګندوي.

هغه د ۲۰۲۳کال د اکټوبر په ۳مه نېټه رویټرز اژانس ته ویلي وو: «د ملګرو ملتونو له لوري زموږ د حکومت د نه‌منلو پرېکړه د ځمکني واقعیت سره په ټکر کې ده. طالبان د افغانستان د څوکۍ مستحق دي.»

بل خوا د مخکېني حکومت ډېپلوماټان او د بشري حقونو مدافعان له یاد سازمانه غواړي، تر هغو پورې دې طالبانو ته دا څوکۍ نه سپاري چې په هېواد کې یې یو ټول ګډونه حکومت د نړۍوال مشروعیت پر بنسټ افغانستان کې جمهوري او د بشري حقونو ارزښتونه نه وي پاللي.

د ۲۰۲۳ کال په مئ میاشت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش دوحه کې یوې خبري غونډې ته ومنله، چې ملګري ملتونه له «پېچلي او حساس» وضعېت سره مخ دي او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو د رسمیت پېژندنه به هغه وخت ممکنه وي چې د ښځو د حقونو، د نجونو زده‌کړو او د سیاسي ونډې په برخه کې ښکاره پرمختګونه وشي.

تر نن ورځې نصیر احمد اندېشه د ملګرو ملتونو په غونډو کې برخه اخلي، په کمیټو کې رایه ورکوي او د افغانستان په استازیتوب څرګندونې کوي. دې لانجمن وضعیت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره ځانګړې پاملرنه هم اغېزمنه کړې ده.

د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان دننه د ملګرو ملتونو ماموریتونه هم له ګڼو ننګوونو سره مخ دي. که څه هم دې سازمان خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړی؛ خو لا یې هم حکومت په رسمیت نه پېژني. د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت لا هم فعال دی او غړي یې له طالبانو سره ناستې ولاړې هم کوي.

یوناما وخت ناوخت د افغانستان د حساس وضعیت په تړاو راپورونه هم خپروي. دوی د ۲۰۲۵کال په وروستي راپور کې ویلي و، چې افغان ښځې په سیسټماټیکه توګه محدودې شوې، خبریالان بې دلیله نیول شوي او د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی.

د دغه سازمان د بشري مرستو همغږې کوونکې ادراې (اوچا) ویلي، چې ۲۳مېلیونه افغانان چې د دغه هېواد نیمایي نه ډېر نفوس جوړوي مرستو ته اړ دي او هم‌مهاله یې د خپلې بودجې د کمښت خبرداری هم ور کړی دی. دې سازمان ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې لوږه ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر سر ناندرۍ

له بلې خوا طالبان په پرله‌پسې ډول د ملګرو ملتونو له ادارو سره د ښځو د کار پر سر شخړې لري. د ۲۰۲۳ د اپرېل په میاشت کې طالبانو افغان ښځې د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کار کولو منعه کړې، چې دا کار په نړۍواله کچه وغندل شو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوترېش دا کار «د نړۍوالو اصولو بې‌ساری سرغړونه» وبلله. د دې پرېکړې له امله د ملګرو ملتونو ځینې فعالیتونه په لنډمهاله توګه راکم شول.

سره له دې ټولو ننګونو، ملګري ملتونه لا هم په افغانستان کې تر ټولو لوی فعال نړۍوال بنسټ دی؛ د روغتیایي خدمتونه، د زده‌کړو ملاتړ او بېړنۍمرستې د UNICEF، UNHCR، WFP او World Health Organization (WHO) له لارې برابروي؛ خو د طالبانو محدودیتونه، کاغذي مداخلې او د امنیتي ګواښونو زیاتوالي د مرستو رسولو بهیر هم اغېزمن کړی دی.

تر ۲۰۲۱ وروسته لاسته‌راوړنې او ناکامۍ

د لوېدیځو هېوادونو د سفارتونو له تړل کېدو او د ډېرو نړۍوالو مرستو له بندېدو وروسته، ملګرو ملتونو دوه ګونی رول غوره کړ، چې هم‌مهاله یې د بشري حقونو د همغږي کوونکي او ډیپلوماټیک پل په توګه چارو ته دوام ورکړ. د دغه سازمان پر دې رول نیوکې هم شته؛ خو ځینو لوریو ستایلی هم دی.

د یوناما د ۲۰۲۴کال د کلني راپور له مخې؛ د دې سازمان بشري ادارو د ۲۰۲۱ د اګست او د ۲۰۲۴ د ډسمبر په اوږدو کې له ۲۶ مېلیونو څخه زیاتو افغانانو سره مرسته کړې او د ۲۰۲۲–۲۰۲۳ مهال یې د پراخې لوږې مخه نیولې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هڅې ستایلي او ویلي یې دي: «که د ملګرو ملتونو دوامداره حضور نه وای، افغانستان به له یوې بې‌‌مخینې بشري فاجعې سره مخ شوی وای.» خو ده دا هم ومنله، چې د ملګرو ملتونو خدمتونو د رسولو توان سخت محدود شوی دی.

د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو د ژمنو د نه عملي کېدو له امله د افغانستان د مدني ټولنې له لوري پر ملګرو ملتونو سختې نیوکې شوې دي. د ۲۰۲۴ د اپرېل په میاشت کې د ښځو څو بنسټونو په کابل، هرات او بامیانو کې د سمبولیکو مظاهرو له لارې ملګري ملتونه په «بې‌مسوولیته خبرو» تورن کړل.

د افغان ښځو یوې ګډې شبکې په یوې اعلامیه کې لیکلي وو: «ملګري ملتونه په داسې حال کې له طالبانو سره خبرې کوي، چې افغان ښځې یې له ټولنیز ژوند بې برخې کړې او محرومې کړې دي.»

همدارنګه د افغانستان خبریالانو د رسنیو د ازادۍ د سرغړونو په تړاو هم د ملګرو ملتونو پر چوپتیا نیوکې کړې دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د روان زېږدیز کال د جون میاشتې په یوې اعلامیه کې راغلي، چې د رسنیو ۱۳۵ کارکوونکي په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د طالبانو له لوري نیول شوي او یا ترې پلټنې شوې دي او ملګرو ملتونو یې پر وړاندې هېڅ ډول عملي ګام نه‌دی پورته کړی.

له دې سره، سره ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې پر طالبانو یې نفوذ ځکه محدودی دی چې دا ډله هېڅ نړۍوال مشروعیت نه‌لري. د افغانستان لپاره د یاد سازمان مخکېنۍ استازې روزا اوتنباېوا د ۲۰۲۴ کال د مئ په ۱۲مه له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي و: « ملګري ملتونه په افغانستان کې د مشروعیت او منزوي کولو لپاره نه‌دي؛ بلکې دلته د ژوند ژغورلو لپاره ماموریت کوي. موږ نه شو کولای ۴۰مېلیونه افغان د سیاستونو له امله ځان له پرېږدو».

د طالبانو لیدلوری او له ملګرو ملتونو نا رضایتي

خپله سهیل شاهین او د طالبانو بېلابېلو چارواکو د ملګرو ملتونو له لوري د دوی د استازي نه منل عادلانه کار نه‌دی بللی.

د روان ۲۰۲۵کال د جنورۍ په ۱۴مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد الجزیرې ټلوېزیوني شبکې ته وویل: «ملګري ملتونه باید دا واقعیت ومني، چې اسلامي امارت د افغانستان ټول قلمرو تر خپل کنټرول لاندې لري او د افغان ولس د ارادې استازیتوب کوي.»

سهیل شاهین هم څو، څو ځله مرکو کې ویلي، چې دوی د حکومتولۍ ټول شرایط پوره کړي، امنیت یې راوستی، اداره یې تنظیم کړې او له ټولو هېوادونو سره تعامل لري؛ خو بیا یې هم ملګرو ملتونو سیاسي استازولي ځنډولې ده.

خو نړۍوال کارپوهان دا دریځ ردوي. د اسټرالیا د ملي پوهنتون د ډیپلوماسۍ استاد ډاکټر ویلیم مالي د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۳مه رویټرز ته وویل: «رسمیت پېژندنه یوازې د قلمرو د کنټرول خبره نه ده؛ بلکې دا د مشروعیت، د نړۍوالو ژمنو رعایت او د بشري حقونو د درناوي موضوع ده. طالبانو لا هم دا بنسټیز معیارونه نه‌دي پوره کړي.»

په همدې حال کې، ځینو سیمه‌ییزو د چین، روسیې او پاکستان ډېپلوماټانو له ملګرو ملتونو څخه په غیررسمي توګه غوښتي، چې یوه «فني منځلاره» یا حل پیدا کړي. د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۵مه رویټرز یو راپور کې وویل، چې د چین استازي یو شیاویونګ، داسې چوکاټ وړاندیز کړی و چې یاد سازمان کې له رسمیت پېژندنې پرته یې د‌ طالبانو محدود ګډون ممکن کاوه.

د لوېدیځو هېوادونو حکومتونو دا وړاندیز رد کړ، په دې دلیل چې دا کار به د‌ طالبانو پر رژیم فشار کم کړي.

د پخواني حکومت چارواکي او له نصیر فایق ننګه

د مخکېني جمهوري نظام استازی د جلاوطنه افغانانو د مقاومت په یو سمبول بدل شوی. نصیر فایق د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په ۲۵مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۹مه ناسته کې وویل: «موږ دلته د ړنګ شوي حکومت د استازو په توګه نه؛ بلکې د هغه ولس د غږ په توګه ولاړ یو، چې په زوره چوپ کړای شوی دی. د طالبانو دا هڅه چې غواړي دا څوکۍ تر لاسه کړي، پر نړۍوالو اصولو برید دی.»

ګارډین ورځپانې د ملګرو ملتونو د یوه لوړ پوړي دېپلوماټ له قوله چې د نوم له ښودو یې ډډه کړې وه، په تېره جولای میاشت کې لیکلي و: «موږ یو داسې استازی لرو، چې د یو ناموجوده حکومت استازی دی او یو حکومت لري چې په رسمیت یې هم نه شو پېژندلی. دا یو اداري تنقاص دی.»

د ملګرو ملتونو ډېپلوماسي او د دوحې بهیر

ملګرو ملتونو هڅه کړې، چې له طالبانو سره خپل تعامل له ډېپلوماټیکو لارو وساتي او د همدې لپاره یې د «دوحې بهیر» په نوم ۲۰۲۳کال کې یوه هڅه پیل کړه. سرمنشي ګوترېش د یاد کال د مئ په لومړۍ او دویمه نېټه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ۲۵هېوادونو د سازمانونو او هېوادونو ګډه غونډه بللې وه. په دې هېوادونو کې اروپايي ټولنه، امریکا، روسیه، چین او د سیمې په ګډون د افغانستان ګاونډیان شامل وو؛ خو طالبانو ته ځکه بلنه ورنه کړل شوه، چې د افغان ښځو له ګډون سره یې مخالفت لاره.

د ۲۰۲۴کال په فبرورۍ میاشت کې د دوحې بهیر دویمه ناسته د طالبانو په محدود ګډون سره وشوه، چې د پلاوي مشري یې د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوله. دغه طالب پلاوي د بشپړې رسمیت پېژندنې او د ملګرو ملتونو د بندیزونو لغوه کېدو غوښتنه وکړه؛ خو چندان ځای یې ونه نیو.

د همدې بهیر درېیمه ناسته د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې وشوه او د روان بن‌بست یو انځور هم په کې وړاندې شو.

که څه هم د طالبانو استازي په‌کې حاضر وو؛ خو د لوېدیځو هېوادونو استازو له مستقیمو دوه اړخیزو خبرو ډډه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ښځو حقونه یې «لوی او مهم شرط دی.»

د ملګرو ملتونو سرمشني د ناستې پر مهال وویل: «زموږ هدف مشروعیت ورکول نه؛ بلکې د افغان ولس د خیر لپاره تعامل دی. خو تعامل د ظلم منل نه‌دي.»

له ملګرو ملتونو د افغانانو تمې او ګېلې

ملګري ملتونو د عامو افغانانو لپاره که د هیلو سرچینه ده؛ خو د ناکامۍ ګوته هم ورته نیول کېږي.

د هرات یو ۴۲کلن ښوونکی وایي: «ملګري ملتونه هره ورځ د بشري حقونو خبرې کوي؛ خو موږ هېڅ بدلون نه‌وینو. ښځې لا هم کار نه‌شي کولای، نجونې ښوونځیو ته نه‌شي تلای. ملګري ملتونه پرته له تماشې بل څه کوي؟»

خو د بشري مرستو په برخه کې سترګې همدې سازمان ته اوړي او د بېرته راستنېدونکو په برخه کې هم روانې مرستې له سترګو پټې نه دي. په ننګرهار کې د سېلابونو له کبله یو زیانمن شوی کس وایي: «که د ملګرو ملتونو خواړه او درمل نه وای، موږ به مړه وو. موږ له سیاست سره کار نه‌لرو؛ موږ ته د ژوند بقا مهمه ده».

د ملګرو ملتونو سیاسي فلج او اخلاقي معما

د ملګرو ملتونو ۸۰مه ‌لسیزه له سختو اخلاقي ازموینو سره مخ ده او افغانستان هم د دې ځنځیر په کړۍ کې شامل هېواد دی. که له یوې خوا دا سازمان په افغانستان کې د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره د بشري مرستو ادعا کوي؛ خو له بلې خوا د طالبانو د بشر ضد کړنو په تړاو بې‌وسی دي.

د افغانستان په چارو کې یو مخکښ څېړونکی پروفیسور بارنټ روبین الجزیرې سره د یوې مرکې پر مهال ویلي: «هر کله چې ملګري ملتونه د طالبانو استازي ته څوکۍ ورکړي، دا به په عملي توګه د رسمیت پېژندنې نښه وي او بیا ترې وروسته شاتګ ناشونی دی؛ نو ځکه دوی غوره ګڼي چې موضوع د تل لپاره منجمده وساتي.»

خو دې چلند د هغو افغانانو په منځ کې د ملګرو ملتونو اعتبار کم کړی، چې د سیاسي پرمختګ هېڅ څرک نه‌ویني. باورونه دا دي، چې په ملګرو ملتونو کې د نصیر احمد فایق د څوکۍ دوام او پر افغانستان د طالبانو واکمني د «انسجام ناورین» دی. کارپوهان وایي، هغه اداره چې د نړۍوالو واټنونو د ختمېدو لپاره جوړه شوې وه، اوس خپله د بشردوستانه چارو او سیاسي اصولو ترمنځ د توازن په موندلو کې ګېره پاتې ده.

نور خبرونه

رادیو