چین: امریکا له تېر کال راهیسې د چین د ملي خدماتو مرکز باندې د سایبري بریدونو هڅه کړې

۶ ورځې مخکې

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې له یو کال راهیسې د چین د ملي خدماتو پر مرکز د سایبري بریدونو او لاسوهنې هڅې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا یاد اقدام ته کلک غبرګون ښودلی.

بیجینګ خبرداری ورکړی، چې د امریکا د استخباراتو له خوا دا ډول هڅې د ناسم تفاهم او غلطې محاسبې لامل کېدای شي او دغه ډول کړنې غیرمسولانه بلل کېږي.

چین ګواښ کړی چې د خپلواکۍ، ملي امنیت او سایبري فضا د خوندیتوب لپاره به ټول اړین ګامونه واخلي. وړاندې هم د چین د ملي امنیت وزارت ویلي و، چې د امریکا د ملي امنیت ادارې (ان‌ایس‌اې) له ۲۰۲۲کال راهیسې د دغه هېواد د وخت مرکز د کارکوونکو وسایلو او داخلي شبکو ته لاره موندلې ده؛ خو په چین کې د امریکا سفارت دغه ادعا رد کړې او چین یې د نړۍ تر ټولو لوی سایبري ګواښ بللی دی.

نور خبرونه

رادیو