نن د اکټوبر ۲۴مه د ملګرو ملتونو له ۸۰مې کلیزې سره برابره ده

۷ ورځې مخکې

نن د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰مه کلیزه ده. د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵کال کې تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته رامنځته شو، چې د نړۍوالو کړکېچونو په حل کې مرسته وکړي.

ملګري ملتونه په نړۍ کې تر ټولو با اعتباره بې‌پرې سازمان دی، چې د افغانستان په ګډون ۱۹۳ هېوادونه یې غړیتوب لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې دغه سازمان به نن د جګړو د مخنیوي، د ماشومانو د زده‌کړې، د ناروغیو د درملنې او د حیاتي مرستو لپاره د هڅو ۸۰مه کلیزه ونمانځي.

د ۱۹۴۵کال (د اپرېل میاشتې ۲۵مه) نېټه وه، چې د امریکا په سنفرانسسکو ښار کې د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه جوړه شوه چې د کابو ۵۰ هېوادونو غړو په‌کې ګډون کړی و او د هر هېواد استازي تر جګړې وروسته د خپل ملت پر وضعیت غږېده؛ خو ملګري ملتونه رسماً د همدې کال (د اکتوبر په ۲۴ مه) د یوه سازمان په توګه رامنځته شو. خو پر ملګرو ملتونو وخت ناوخت داسې نیوکې هم کېږي، چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه نه‌شي ادا کولی.

تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ د ملګرو د عمومي اسمبلۍ په وروستۍ غونډه کې پر ملګرو ملتونو مخامخ نیوکې وکړې، چې ګواکې په نړۍ کې د ستونزو د حل پرځای یې ستونزې ډېرې کړې دي.

د بې‌وزلۍ مخنیوی، د بشري حقونو پام کې نیول، د نړۍوالو قوانینو خلاف پر کمزورو هېوادونو د ځواکمنو د یرغل مخنیوی او په ټوله کې د ځمکې او حیات خوندي ساتل د ملګرو ملتونو له بنسټیزو ژمنو او مسوولیتونو ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو