د برېټانیا ځانګړی استازی: طالبان او اسلام‌اباد باید د دایمي اوربند لپاره په ګډه کار وکړي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېندسي په کابل کې د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې دوی د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستي اوربنده هرکلی او ملاتړ کوي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د برېټانیا ځانګړي استازي او مل پلاوي یې د یادې ډلې د کډوالو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې طالبان او اسلام‌اباد د رامنځته شوي اوربند د دوام لپاره باید هلې ځلې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ ریچارډ لېندسي دغه راز په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا ته په پام ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی. دغه بریتانوي ډیپلومات زیاته کړې، چې دوی د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې زلزله ځپلو ته څلور مېلیونه پونډه ځانګړي کړي چې د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري به اړمنو ته ور ورسول شي.

د هغه په خبره؛ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ناببره څپو او په وروسیتو کې په لوی شمېر کې د افغان کډوالو ستنېدو په افغانستان د بشري مرستو اړتیا زیاته کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له برېټانیا غوښتي، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو په جوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي. د هغه په وینا؛ د کډوالو د ستونزو د دایمي حل لپاره د ښارګوټو جوړول مهم دي او د برېټانیا په ګډون نړۍواله ټولنه باید د دوی لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې که څه هم په دې اړه څه نه‌دي ویل شوي، چې برېټانیا به د کډوالو لپاره د ښارګوټو په جوړولو کې مرسته وکړي او که نه؛ خو دا یې ویلي چې برېټانیا به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په داسې حال کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د سرپناوو پر جوړولو ټینګار کوي، چې وړاندې ځینو ستانه شویو کډوالو او په ورته وخت کې په کونړ کې زلزله ځپلو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي وو، چې د هوا په سړېدو دوی د سرپناه له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نور خبرونه

رادیو