طالبانو د کابل پوهنتون انګړ کې د فارسي ژبې شاعر او لیکوال خلیل الله خلیلي قبر وېجاړ کړی دی.
په هغه ویډیو کې، چې د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د یاد مشهور شاعر او لیکوال په مقبره کې یو ټراکټور لیدل کیږي، خو د هغه د قبر هېڅ نښه نه ښکاري.
د کابل پوهنتون دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د خلیل الله خلیلي قبر د ټراکټورونو له وتلو وروسته له پوهنتون څخه نادرکه شوی دی.
یوه زدهکړیال وویل چې قبر د شنبې په ورځ "په ډول هوار" شو.
خلیلالله خلیلي یو ستر افغان شاعر، لیکوال او مفکر و، چې د ۱۳۶۶ کال په پسرلي کې د پاکستان په اسلاماباد کې وفات شو. د هغه مړی پېښور کې د افغان کډوالو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. خو خلیلي وصیت کړی و چې مړی یې باید خپل وطن کې خاورو ته وسپارل شي.
په ۱۳۹۱ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان کابینې پرېکړه وکړه چې د ښاغلي خلیلي جسد د هغه له مړینې ۲۵ کاله وروسته له پاکستان څخه کابل ته انتقال کړي.
د افغانستان د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، د خلیل الله خلیلي جسد د کابل پوهنتون په انګړ کې د سید جمال الدین افغان مقبرې ته نږدې ښخ شو.
طالبانو تروسه په دې اړه کوم غبرګون نه ښودلی.

