ندا م‍حمد ندیم: نړۍ د علم په مرسته ودانه ده ټول باید د علم ترلاسه کولو هڅه وکړو

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د ولوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په ارزګان کې د زده کړیالانو سره د یوې غونډې پرمهال وویل:«نړۍ د علم په مرسته ودانه ده او د دنیا او اخرت ابادي د علم په زده کړه کې نغښتې ده، چې ټول باید د علم حاصلولو لپاره هڅه وکړو.»

د طالبانو د ولوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ندا محمد ندیم په روزګان کې د زده کړیالانو سره په غونډه کې پر زده کړی ټینګار کړی او ویلي يې دي، چې نړۍ د علم په مرسته ودانه ده.

دغه طالب وزیر د اروزګاني زده کړیالانو څخه په ټینګار غوښتنه کړې، چې د ځیرک مبایلونو استفاده کمه کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر پر داسې مهال د علم د زده‌کړې پر ارزښت ټینګار کړی، چې د همدې ډلې له لوري په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او لوړو زده کړو ته له تګ محرومې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو